كينيا كښې د پوهنتون بس د پیښې ښكار شو ٬ 11 زده كوونكې مړه شول

نيروبي۔19مارچ (اے پی پی)د كينيا په مونګو سيمه كښې د پوهنتون ګاډې د ټرك سره ټكر شو چې په نتيجه كښې يې 11 زده كوونكي مړه او 42 سخت ژوبل شول ۔د فرانسيسي خبري اژانس له مخې پوليس وئېلي دي دا پېښه تېره شپه ماښام 5 بجې پايه تخت نيروبي څخه 360 كلوميټر(220 ميل)لرې مونګو كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د كينياټا پوهتتون زده كوونكي په سيل …

نيروبي۔19مارچ (اے پی پی)د كينيا په مونګو سيمه كښې د پوهنتون ګاډې د ټرك سره ټكر شو چې په نتيجه كښې يې 11 زده كوونكي مړه او 42 سخت ژوبل شول ۔د فرانسيسي خبري اژانس له مخې پوليس وئېلي دي دا پېښه تېره شپه ماښام 5 بجې پايه تخت نيروبي څخه 360 كلوميټر(220 ميل)لرې مونګو كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د كينياټا پوهتتون زده كوونكي په سيل ساحلي ښار ممباسا ته روان وو۔د پیښې له امله 11 زده كوونكي مړه او 42 كسان سخت ژوبل شول ۔پوليس رپورټ كښې وئېلي دي د پوهنتون بس ډارئيور د باران په مهال په ګاډو اوورټيك كولو چې په دې مهال ګاډې بې قابو كېدو سره ټرك سره ټكر شو۔په بس كښې 58 كسان ناست وو۔د كينيا ريډكراس په ايكس(پخواني ټويټر)وئېلي دي ژوبل شوي نزدې ووئي سيمې روغتون ته منتقل كړے شوي۔

مزید خبریں