بیجنګ مكښې د پاکستان سفارت خانې د اړخه د یومِ پاکستان دستوره ، د چین نائب خارجه وزير سن وي ډونګ خاص مېلمه ؤ

بیجنګ ۔19مارچ (اے پی پی) بیجنګ كښې د پاکستان په سفارت خانه كښې د هېواد 84 مې قامي ورځې موقع يوه د هر كلي دستوره وشوه چې پكښې يو شمېر سینئر چیني چارواكو ، سفارتکارو، د پاکستان کمیونټي غړو ، د چین سرکاري او د نجي کمپنیو نمائندګانو، دانشورانو او د میډیا د سر كسانو ګدون كولو۔ د چین نائب خارجه وزير سن وی ډونډ په استقبالیه كښې د خاص …

بیجنګ ۔19مارچ (اے پی پی) بیجنګ كښې د پاکستان په سفارت خانه كښې د هېواد 84 مې قامي ورځې موقع يوه د هر كلي دستوره وشوه چې پكښې يو شمېر سینئر چیني چارواكو ، سفارتکارو، د پاکستان کمیونټي غړو ، د چین سرکاري او د نجي کمپنیو نمائندګانو، دانشورانو او د میډیا د سر كسانو ګدون كولو۔ د چین نائب خارجه وزير سن وی ډونډ په استقبالیه كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون كولو ۔ په دې مهال خطاب کښې چین كښې د پاکستان سفیر خلیل هاشمي د دواړو هېوادونو د مضبوطې شراکت دارۍ ذکر وكړو كومه چې د دواړو هېواونو څو نسلونو مخ په وړاندې بوتلې۔ د چین نائب خارجه وزیر سن وی ډونګ د هېواد خوشحالي ، خودمختاري برقرار ساتلو او د قامي وقار ساتنې لپاره د پاکستان د حکومتونو او د اولس د ډېرې خوارۍ او هلو ځلو ستائنه وكړه۔ دغسې ده د شريكو خطرو او چیلنجونو مخ نيوي ، د ترقی پذیر هېوادونو د جائز حقونو او مفادات دفاع او د نړيوال عدل و انصاف ودې لپاره د چین او پاکستان مرستې د جاري ساتلو په اهمیت زور راوړو ۔ ده د پاكستان نوي حكومت لپاره د چین لخوا د نیکو خواهشاتو څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں