افغان حكومت دې خپلې خاورې څخه د پاكستان په ضد د ترهګر بريدونو مخه ونيسي٬ امريكا

واشنګټن۔19مارچ(اے پی پی) امریکا افغان حکومت څخه غوښتنه كړې چې هغه دې افغان خاورې څخه د پاكستان په ضد د ترهګر بريدونو نه ترسره كيدل باوري كړي۔ د امريكا د خارجه څانګې وياند ویدانت پټېل تېره ورځ د معمول نيوز بريفنګ په مهال ووئيل امریکا ته د يو بريد په مهال خېبر پښتونخوا كښې په شوي ځاني زيان او ظلم افسوس دے۔ د شمالی وزیرستان په مير علي سيمه كښې …

واشنګټن۔19مارچ(اے پی پی) امریکا افغان حکومت څخه غوښتنه كړې چې هغه دې افغان خاورې څخه د پاكستان په ضد د ترهګر بريدونو نه ترسره كيدل باوري كړي۔ د امريكا د خارجه څانګې وياند ویدانت پټېل تېره ورځ د معمول نيوز بريفنګ په مهال ووئيل امریکا ته د يو بريد په مهال خېبر پښتونخوا كښې په شوي ځاني زيان او ظلم افسوس دے۔ د شمالی وزیرستان په مير علي سيمه كښې په امنيتي پوسته د ترهګر بريد په نتيجه كښې 7 پاكستاني عسكر شهيد شول۔ وياند ووئيل مونږ په طالبانو زور راوړؤ چې هغوي دې دا خبره باوري كړي چې د افغانستان خاورې څخه دې ترهګر بريدونه ونكړې شي او په پاكستان هم زور راوړؤ چې هغه زغم څخه كار واخلي او دا خبره باوري كړي چې د ترهګرۍ مخنيوي په هڅو كښې عام وګړو ته زيان ونه رسي۔ ده ووئيل مونږ په دواړو اړخونو د كوم هم ډول اختلافاتو په لرې كولو زور راوړؤ۔ مونږ د دې خبرې باوري كولو عزم لرؤ چې افغانستان يو وارې بيا د ترهګرو محفوظ ځايې جوړ نه شي كوم چې امريكا ٬ زمونږ همكارانو او اتحاديانو ته زيان رسول غواړي۔

مزید خبریں