کابل ۔18مارچ (اے پی پی) ترک صدر رجب طیب ایردوان وئيلي دي چې په غزه كښې نړيوالې ادارې او تنظيمونه يو وارې بيا ناكامه پاتې شوي دي او مونږ دا تسليموؤ چې اسلامي نړۍ هم په دې امتحان كښې كاميابي نه ده ترلاسه كړې۔ د ټی آر ټی له مخې ده ووئيل دا د لوئيديزو هېوادونو منافقت دے چې اسرائيل ته يۍ د دې عامې وژنې لپاره وسله وركړه۔ غزه …
په غزه كښې نړيوالې ادارې او تنظيمونه يو وارې بيا ناكامه پاتې شوي دي٬ ترك صدر

مزید خبریں
کابل ۔18مارچ (اے پی پی) ترک صدر رجب طیب ایردوان وئيلي دي چې په غزه كښې نړيوالې ادارې او تنظيمونه يو وارې بيا ناكامه پاتې شوي دي او مونږ دا تسليموؤ چې اسلامي نړۍ هم په دې امتحان كښې كاميابي نه ده ترلاسه كړې۔ د ټی آر ټی له مخې ده ووئيل دا د لوئيديزو هېوادونو منافقت دے چې اسرائيل ته يۍ د دې عامې وژنې لپاره وسله وركړه۔ غزه يۍ ماشومانو او مېرمنو لپاره د نړۍ تر ټولو لويه مقبره كښې بدله كړې ده۔ ده ووئيل اسلامي نړۍ هم په دې امتحان كښې بشپړه كاميابي نه ده ترلاسه كړی۔ ده ووئيل د يو مسلمان په حېث مونږ له به خپله محاسبه كول وي۔ ده ووئيل تركيه د خپلو ټولو وسائلو د لارې د غزه د اولس مرسته كوي۔ ده ووئيل تركيه به غزه لپاره بشري مرسته كښې زياتوالې روان ساتي كومه چې 40 زره ټنه څخه زياته ده۔










