برسلز۔18مارچ(اے پی پی)د اروپائي كمېشن صدر ارسلا وون ډير لين په غزه كښې د قحط د صورتحال په اړه خبردارې وركولو سره وئيلي دي چې دغلته اولس د قحط صورتحال سره مخ دے چې مخنيوي له يۍ فوري جنګ بندۍ ته اړتيا ده۔ د العربیه اردو لمخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په قاهره كښې صدر السيسي سره د ستراتيجيكي همكارۍ لوظنامې لاس ليك كولو څخه وروستو ميډيا سره خبرې …
په غزه كښې د قحط صورتحال مخنيوي له فوري جنګ بندۍ ته اړتيا ده ٬ د اروپائي كميشن صدر

مزید خبریں
برسلز۔18مارچ(اے پی پی)د اروپائي كمېشن صدر ارسلا وون ډير لين په غزه كښې د قحط د صورتحال په اړه خبردارې وركولو سره وئيلي دي چې دغلته اولس د قحط صورتحال سره مخ دے چې مخنيوي له يۍ فوري جنګ بندۍ ته اړتيا ده۔ د العربیه اردو لمخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په قاهره كښې صدر السيسي سره د ستراتيجيكي همكارۍ لوظنامې لاس ليك كولو څخه وروستو ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل غزه د قحط صورتحال سره مخ ده او مونږ دا قبلولې نه شوؤ دې لپاره فوري جنګ بندۍ ضروري ده۔ ده ووئيل دا مهال د جنګ بندۍ يوه داسې لوظنامې بايد وشي چې په نتيجه كښې يۍ اسرائيلي يرغمال كړې شوي خوشې كړي او په بشري بنيادونو غزه ته د نورې مرستې رسول ممكن كړے شي۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې صدر السيسي ووئيل مصر او اروپائي لارښود په رفح د اسرائيل ځمكنې بريد په متفقه توګه مسترد كړے دے۔ ده ووئيل كه په رفح ځمكنې بريد وكړے شو نو دا به په غزه كښې روانه انساني تباهي يو په دوه كړي۔










