اسلام آباد۔17مارچ(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف سره قلعه سيف الله ٬ بلوچستان سره تعلق لرونكي طالب علم اكرام الله د اتوار په ورځ ملاقات وكړو۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې وزیراعظم اکرام اللہ ته په وزیراعظم ھاؤس كښې هركلے ووے۔ وزیراعظم شهباز شریف ووئيل د كال 2022 تباهي خپرونكي سېلاب په مهال د قلعه سيف الله دوره كښې اكرام ماسره د …
وزیراعظم شهباز شریف سره د طالبعلم اكرام الله ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔17مارچ(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف سره قلعه سيف الله ٬ بلوچستان سره تعلق لرونكي طالب علم اكرام الله د اتوار په ورځ ملاقات وكړو۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې وزیراعظم اکرام اللہ ته په وزیراعظم ھاؤس كښې هركلے ووے۔ وزیراعظم شهباز شریف ووئيل د كال 2022 تباهي خپرونكي سېلاب په مهال د قلعه سيف الله دوره كښې اكرام ماسره د مرستې خېمه كښې ملاقات كړے وو٬ د ده كورنۍ د سېلاب د لاسه زياته ځپلې شوې وه٬ ده د زده كړو د موقعو په نشتوالي د زيات غم او غصې څرګندونه كړې وه٬ دغه وخت ده د اعلی زده كړو په ترلاسه كولو كښې خوښي ښكاره كړې وه۔ وزیراعظم ووئيل ماته نن په دې ډېره خوشحالي شوې چې اكرام الله نن يو فرمانبردار او جدي طالب علم جوړ شوے دے۔ وزیراعظم ده ته قلم او په نصابي چارو كښې مرستې لپاره د خپل اړخه ټېبلېټ د ډالۍ په توګه وركړو۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم خپلو خبرو كښې ووئيل د خادم اعلیٰ پنجاب په حېث ما د ذهين طالبعلمانو بهر هېوادونو ته په سكالرشپ د لېږلو سكيم پېل كړے وو او اوس به هم دغه ډول منصوبه رامخې ته كوؤ۔ اكرام الله د وزيراعظم مننه وكړه او د وزيراعظم دا اقدام يۍ د ده د ژوند د بدلولو وسيله وګرځوله۔ اکرام اللہ وزیراعظم ته د كتابونو ډالۍ وړاندې كړه۔ وزیراعظم دې پخپله وزيراعظم هاؤس څخه رخصت كړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اكرام الله په لارنس كالج مري كښې د نهم جماعت طالبعلم دے۔ په ملاقات كښې د لارنس كالج پرنسپل او هاؤس ماسټر هم موجود و۔










