رياض: فیصل بن محمد بن صالح المنیعی حفظ قرآن ، تلاوت و تفسیر مقابله كښې اولنے پوزيشن ترلاسه كړو

ریاض۔16مارچ (اے پی پی) په سعودي عربستان كښې د شاه سلمان حفظ قرآن ٬ تلاوت وتفسير په قرات سېكشن كښې فېصل بن محمد بن صالح المنيعي اولنے پوزيشن ترلاسه كړو٬ ده دا كاميابي د پاك پروردګار د فضل او بيا د مور او پلار د محنت او دعا ګانو ثمره وګرځوله۔ د سعودی خبر رسنې ادارې اېس پي اے له مخې د شاہ سلمان مقابله حفظ قرآن، تلاوت وتفسیر په …

ریاض۔16مارچ (اے پی پی) په سعودي عربستان كښې د شاه سلمان حفظ قرآن ٬ تلاوت وتفسير په قرات سېكشن كښې فېصل بن محمد بن صالح المنيعي اولنے پوزيشن ترلاسه كړو٬ ده دا كاميابي د پاك پروردګار د فضل او بيا د مور او پلار د محنت او دعا ګانو ثمره وګرځوله۔ د سعودی خبر رسنې ادارې اېس پي اے له مخې د شاہ سلمان مقابله حفظ قرآن، تلاوت وتفسیر په 25 م ایډیشن كښې اولنے انعام 4 لكه رياله فېصل بن محمد بن صالح المنيعي ترلاسه كړو۔ په دې موقعه خپله وېنا كښی ده ووئيل زه د مور او پلار د خصوصي پام له كبله د قرآن پاك په حفظ كولو او په 7 قراتونو كښې د مهارت په ترلاسه كولو كښې كامياب شوم۔ ده ووئيل مقابله سخته وه ولې چې د هېواد بهترينو قاريانو په دې كښې برخه اخستله او د ججانو پېنل هم د سعودي پوهنتونونو په نوموړوز استاذانو مشتمل وو۔ ده د مقابلې په كولو او په دې كښې ګډون كوؤنكو كانديدانو ته د آسانيو په وركولو د اسلامي چارو وزارت مننه وكړه۔

مزید خبریں