لاهور۔29 اکتوبر(اے پی پی )د پاکستان کرکټ بورډ پخواني چيئرمېن شهريار خان وئيلي چې سری لنکن كركټ لوبډله پاكستان ته راتلو ته تيارولو له مو ډېر محنت كړې۔ د دوئي ځينې مهم لوبغاړي پاكستان ته نه راځي ولې بياهم د كركټ لوبډلې پاكستان ته راتلو سره به پاكستان كښې د امنيت په اړه يو مثبت پېغام لاړ شي۔ ده ووئيل ددې لوبډلې پاكستان ته په راتلو د ټولې لوبډلې او …
د سري لنكن كركټ لوبډلې څخه وروسته وېسټ انډيز٬ آئرلېنډ او د افغانستان په ډول لوبډلې پاكستان ته راتلې شي۔ شهر یار خان
لاهور۔29 اکتوبر(اے پی پی )د پاکستان کرکټ بورډ پخواني چيئرمېن شهريار خان وئيلي چې سری لنکن كركټ لوبډله پاكستان ته راتلو ته تيارولو له مو ډېر محنت كړې۔ د دوئي ځينې مهم لوبغاړي پاكستان ته نه راځي ولې بياهم د كركټ لوبډلې پاكستان ته راتلو سره به پاكستان كښې د امنيت په اړه يو مثبت پېغام لاړ شي۔ ده ووئيل ددې لوبډلې پاكستان ته په راتلو د ټولې لوبډلې او د دوئي د كركټ بورډ مننه كوو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې د سري لنكن كركټ لوبډلې څخه وروسته پاكستان ته وېسټ انډیز ،آئرلېنډ او د افغانستان پھ ډول لوبډلې راتلې شي۔ بياهم د آسټرېليا ٬ انګلېنډ ٬ ساؤت افريقا او نيوزي لېنډ په ډول لوبډلې راتلو كښې وخت اخستې شي۔ ده ووئيل نړيوالو لوبډلو ته لاهور كښې په امنيت باور دے ۔ بياهم د كراچۍ په شمول نورو ښارونو كښې به هم نړيوال مېچونه كولې شي۔











