د محصور كړو فلسطنيانو بشري مرستې لپاره بحري جهاز د غزه پلو روان دے

اسلام اباد۔14 مارچ(اے پي پي) د 200 ټنه غذائي امداد لرونكے وړومبے جهاز د زيارت په ورځ په قلاره قلاره د غزه پلو روان دے ٬ چې ورسره د اسرائيل لخوا د ګېرو كړو فلسطنيانو لپاره د مرستې رسولو هلې ځلې زياتې شوي ٬ په غزه كښې د ملګرو ملتونو مركزي مرستيالې ادارې وئېلي دي يوه ورځ وړاندې د اسرائيل په بريد كښې په رفح ښار كښې زمونږ يو ګودام …

اسلام اباد۔14 مارچ(اے پي پي) د 200 ټنه غذائي امداد لرونكے وړومبے جهاز د زيارت په ورځ په قلاره قلاره د غزه پلو روان دے ٬ چې ورسره د اسرائيل لخوا د ګېرو كړو فلسطنيانو لپاره د مرستې رسولو هلې ځلې زياتې شوي ٬ په غزه كښې د ملګرو ملتونو مركزي مرستيالې ادارې وئېلي دي يوه ورځ وړاندې د اسرائيل په بريد كښې په رفح ښار كښې زمونږ يو ګودام په نښخه كړے شو ؤ چې پكښې يو ملازم وژلے شوے ؤ۔ خو اسرائيل وروستو وئېلي وو چې د راكټ په بريد كښې د حماس يو جنګيالے وژلے شوے ٬ ډونر هېوادونو ٬ امدادي ايجنسيو او خيراتي ادارو د 2۔4 ملين خلقو ته خوراك ورسولو لپاره هلې ځلې زياتي كړي چرته چې د 5 مياشتو نه د زياتې مودې په جنګ كښې قحط راغلے دے۔

مزید خبریں