د اروپائي ائتلاف لخوا مصر له د 8 اربه ډالرو امدادي پېكج وركولو پرېكړه

برسلز ۔14 مارچ (اے پي پي) اروپائي ائتلاف لخوا مصر له د 8 اربه ډالرو امدادي پېكج وركولو اعلان شوے۔ د فنانشل ټائمز ترمخه اروپائي ائتلاف د لوئي افريقائي عرب هېواد مصر له د 8 اربه ډالرو پېكج وركولو لپاره چمتوالے نيسي دغسې چې د مصر معيشت له په غزه كښې د اسرائيلي جنګ او سوډان كښې د روانې نښتې په مهال اډاڼه وركرې شي ۔ د مصر په حقله …

برسلز ۔14 مارچ (اے پي پي) اروپائي ائتلاف لخوا مصر له د 8 اربه ډالرو امدادي پېكج وركولو اعلان شوے۔ د فنانشل ټائمز ترمخه اروپائي ائتلاف د لوئي افريقائي عرب هېواد مصر له د 8 اربه ډالرو پېكج وركولو لپاره چمتوالے نيسي دغسې چې د مصر معيشت له په غزه كښې د اسرائيلي جنګ او سوډان كښې د روانې نښتې په مهال اډاڼه وركرې شي ۔ د مصر په حقله اروپائي ائتلاف اندېښنه لري چې د دواړو اړخو جنګي اثرات د مصري معيشت بحران لا زياتولے شي ۔ ياد دې وي چې دا پېكج د كډوالو خيال ساتلو لپاره هم نه دے٬ د يورپي كمېشن صدر ارسلا دير ليين په دې لړ كښې په 17 مارچ د مصر دورې كولو ارداه لري ۔ وئېلي شي چې د برطانيه ٬ يونان ٬ اټلي او بېلجيم وزيراعظمان به په دې لړ كښې امدادي پېكج ته حتمي شكل وركوي۔

مزید خبریں