رياض۔14 مارچ (اے پي پي) سعودي عرب په هوائي اډو د مسافرو په پاسپورټ د رمضان سيزن د خاص ټاپې لكول پېل كړل ۔ د اردو نيوز تر مخه د داخله وزارت تر سېوري لاندې د پاسپورټ محكمې د روژې مباركې مقدس مياشتې په مناسبت د يو خاص ټاپي لګول پېل كړي٬ د كلتور وزارت په مرسته د دې خاص ټاپې لګولو مقصد د روژې مباركې په اړه د كلتوري …
سعودي عرب٬ په هوائي اډو د مسافرو په پاسپورټ د روژې سيزن د خاص مهر لګولو اجراﺀ وشوه

مزید خبریں
رياض۔14 مارچ (اے پي پي) سعودي عرب په هوائي اډو د مسافرو په پاسپورټ د رمضان سيزن د خاص ټاپې لكول پېل كړل ۔ د اردو نيوز تر مخه د داخله وزارت تر سېوري لاندې د پاسپورټ محكمې د روژې مباركې مقدس مياشتې په مناسبت د يو خاص ټاپي لګول پېل كړي٬ د كلتور وزارت په مرسته د دې خاص ټاپې لګولو مقصد د روژې مباركې په اړه د كلتوري او تاريخي ورثه او د زوړ رسم و رواج احيا كول دي۔ د جده ٬ رياض او دمام په هوائي اډو د مسارفرو په پاسپورټ دا خاص ټاپه لګولې شي ۔ ياد دې وي چې د كلتور وزارت سږ كال د سعودي عرب په ټولو ښارونو كښې د روژې سيزن په زړه پورې اهتمام كړے او دغسې د روژې مقدس مياشتې سماجي ٬ كلتوري او تهذيبي اهميت رامخې ته كولو لپاره ئې د سعودي په ټولو ښارونو كښې مختلف تفريحي او د كلتوري هلو ځلو تابيا كړې ۔










