بيجنګ۔13 مارچ (اے پي پي) چين وئېلې دي د امرېكې د يوكرېن جنګ سره هيڅ سروكار نشته٬ د هغوي ټوله پام لرنه خپلو جغرافيائي او سياسي مقاصدو تر لاسه كولو پلو ده ٬ د تاس تر مخه د چين خارجه وزارت وياند وانګ وېن بن تېره ورځ بريفننګ كښې د امرېكې سي ائي اے دائرېكتر وبيم برنز د يوكرېن ملاتړ كولو د لارې په اسيا كښې د چين كنټرول په …
امرېكا د يوكرېن جنګ څخه خپل جغرافيائي او سياسي مقاصد تر لاسه كول غواړي ۔ چين

مزید خبریں
بيجنګ۔13 مارچ (اے پي پي) چين وئېلې دي د امرېكې د يوكرېن جنګ سره هيڅ سروكار نشته٬ د هغوي ټوله پام لرنه خپلو جغرافيائي او سياسي مقاصدو تر لاسه كولو پلو ده ٬ د تاس تر مخه د چين خارجه وزارت وياند وانګ وېن بن تېره ورځ بريفننګ كښې د امرېكې سي ائي اے دائرېكتر وبيم برنز د يوكرېن ملاتړ كولو د لارې په اسيا كښې د چين كنټرول په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئېل د هغه د خبرو نه داسې ښكاري چې امريكا د يوكرېن په اړه واقعې كوم فكر نه لري ٬ د يوكرن د بحران نه د ګټې پورته كولو سره امريكا خپل جغرافيائي او سياسي مقاصد تر لاسه كول غواړي٬ ده ووئېل د يوكرېن جنګ زياتېدے شي او دغه تر نورو هېوادونو رسېدے شي ۔وياند ووئېل چين په واقعي هيله لري چې ټول اړوند فرېقېن به د سياسي عزم څرګندونه ٬ په تاؤ تريخوالي كښې د كمي كولو ډاډكېرنه ٬ زر تر زره جنګ بندي او يو متوازن او موثر تل پاتي يوربي سېكورټي فرم ورك جوړولو له په ګډه كار وكړي ۔










