پېرس كښې د پاكستان سفارتخانې تر سېوري لاندې د مېرمنو ورځې په اړه دستوره ٬ د پاكساني سفير او نورو شخصياتو ګډون

پېرس ۔ 13 مارچ (اے پي پي) د فرانس په پايه تخت پېرس كښې د پاكستان سفارت خانې او د زونټا انټرنېشنل تر سېوري لاندې د مېرمنو نړيوالې ورځ په اړه يوه دستوره وشوه۔ چې پكښې سفارتي ورورولۍ٬ سركاري چارواكو ٬ د ملګرو ملتونو ادارې يونيسكو ٬ د پاكستان فرانس د سېنېټ فرېنډ شپ ګروپ غړو سېنېټر وائې وېت لوپيز او پيري كوپر ٬ ڼريوالو ادارو ٬ سول سوسائټي او …

پېرس ۔ 13 مارچ (اے پي پي) د فرانس په پايه تخت پېرس كښې د پاكستان سفارت خانې او د زونټا انټرنېشنل تر سېوري لاندې د مېرمنو نړيوالې ورځ په اړه يوه دستوره وشوه۔ چې پكښې سفارتي ورورولۍ٬ سركاري چارواكو ٬ د ملګرو ملتونو ادارې يونيسكو ٬ د پاكستان فرانس د سېنېټ فرېنډ شپ ګروپ غړو سېنېټر وائې وېت لوپيز او پيري كوپر ٬ ڼريوالو ادارو ٬ سول سوسائټي او د مېډيا پشمول د ژوند د ټولو څانګو څخه تعلق لرونكو ګډون كولو ۔د سفارتحانې څخه جاري خبر تر مخه فرانس كښې د پاكستان سفير عاصم افتخار احمد دستورې ته وېنا كښې د هېواد د ازادۍ په هلو ځلو كښې د مېرمنو په كردار رڼا واچوله او په بېلو څانګو كښې د دوي د كاركردګۍ ستائنه كولو سره ئې په او كاميابيو دوي ته پېرزوئنې وړاندې كرې ۔ ده په اسلام كښې د مېرمنو په مقام هم خبرې وكړې چې اسلام مېرمنو ته د حقونو پشمول د بنيادي بشري حقونو لپاره يو جديد او وړومبے فريم ورك وركړے ۔

مزید خبریں