غزه كښې جنګ به په نزدې سباون كښې نه ختمېږي٬ د امرېكا استخباراتي رپورټ

واشنګټن۔13 مارچ (اے پي پي) د امرېكې فېډرل بورډ اف انوسټي كېشن پخپل راپور كښې وئېلي دي په غزه كښې روان جنګ به په نزدې مستقبل كښې نه ختمېږي ۔ د العربيه اردو رپورټ تر مخه د اسرائيل ورځپاڼې معاريفنے انكشاف كړے چې د امرېكې د انټلې جنس كميونټي جمع كړي كليز راپور د ايف بي ائې پوهانو جوړ كړے او د اسرائيل په اړه اړوند سېكشن انازه لګولې چې …

واشنګټن۔13 مارچ (اے پي پي) د امرېكې فېډرل بورډ اف انوسټي كېشن پخپل راپور كښې وئېلي دي په غزه كښې روان جنګ به په نزدې مستقبل كښې نه ختمېږي ۔ د العربيه اردو رپورټ تر مخه د اسرائيل ورځپاڼې معاريفنے انكشاف كړے چې د امرېكې د انټلې جنس كميونټي جمع كړي كليز راپور د ايف بي ائې پوهانو جوړ كړے او د اسرائيل په اړه اړوند سېكشن انازه لګولې چې د غزه په پټۍ كښې د جنګ په نزدې سباون كښې د ختمېدو هيڅ امكان نشته۔د راپور ليكونكو خيال دے په غزه كښې د جنګ روان پاتې كېدو په صورت به اسرائيل هم په راروانو څو كلونو كښې د ممكنه خطرو سره مخ پاتې كېږي كوم چې د وزيراعظم بنجمن نيتن حكومت لپاره هم خطرې راپېدا كولې شي ۔ راپور كښې وئېلې شوي اسرائيل له په غزه كښې خپل اهداف په بشپړه توګه تر لاسه كول به ممكن نه وي ۔ بلكې د اسرائيل پوځ دغې مقاصد ته نزدې هم نه دے رسېدلے ۔راپور كښې دا هم وئېلې شوي د اسرائيلې اولس لخوا په اوسني حكومت باور كمېږي او د نېتن او د هغه په حكومت د اولس بې باوري پرله پسې زياتېږي

مزید خبریں