د امريكې په ورجينيا ايالت كښې نجي الوتكه رالوېدله٬ پنځه كسه مړه

واشنګټن 12مارچ (اے پی پی)د امريكې ورجينيا ايالت كښې د نجي الوتكې رالوېدو له امله 5 كسه مړه شوي۔د غېر ملكي خبري اژانس له مخې د ورجينيا سټېټ پوليس لخوا جاري بيان كښې ووئېل چې استرا 1125 نجي الوتكه د ورجينيا باته سيمه كښې رالوېدلې چې له امله يې د اور لګېدلو په نتيجه كښې پنځه كسه مړه شوي۔فيډرل ايوي اېشن اېډمنسټرېشن اعلان كړے چې د نېشنل ټرانسپورټېشن سيفټي بورډ سره به د پیښې شريكې پلټنې كوو۔