د فلسطين رياست تسليمولو لپاره به په پارليمنټ كښې بل وړاندے كولے شي۔ هسپانوي وزيراعظم

اسلام آباد۔11مارچ(اے پی پی) هسپانوي وزيراعظم پيډرو سانچيز وئېلي دي چې د فلسطين رياست تسليمولو لپاره به په پارليمنټ كښې بل وړاندے كولے شي۔ د العربيه نيوز له مخې ده د اروپائي مشرانو او حكومتي اهلكارو يوې ډلې سره په خبرو كښې وئېلي چې د فلسطين رياست تسليمولو لپاره به په پارليمنټ كښې بل وړاندے كوؤ٬دا كار به په اخلاقياتو د يقين لرلو له مخې كوو۔ ده ووئيل چې دا …

اسلام آباد۔11مارچ(اے پی پی) هسپانوي وزيراعظم پيډرو سانچيز وئېلي دي چې د فلسطين رياست تسليمولو لپاره به په پارليمنټ كښې بل وړاندے كولے شي۔ د العربيه نيوز له مخې ده د اروپائي مشرانو او حكومتي اهلكارو يوې ډلې سره په خبرو كښې وئېلي چې د فلسطين رياست تسليمولو لپاره به په پارليمنټ كښې بل وړاندے كوؤ٬دا كار به په اخلاقياتو د يقين لرلو له مخې كوو۔ ده ووئيل چې دا يو عادلانه قدم دے د كوم مقصد چې اسرائيل سره يو د آزاد فلسطيني رياست جوړول عملي كول دي ځكه چې په منطقه كښې د اوږدې مودې امن لاره هم دا ده۔ وزيراعظم د اروپائي ائتلاف لارښودو او حكومتي اهلكارو يوې ډلې سره په خبرو كښې وئېلي چې په مينځني ختيز كښې د دوه رياستي حل ملاتړ كولے شوؤ ځكه چې په فلسطيني سيمو كښې اسرائيلي اقدامات نړيواله مايوسي زياتوي۔

مزید خبریں