د رمضان المبارك د مياشتې ليدلو اهتمام دې (سبا) وكړې شي٬د سعودی سپریم کورټ اپيل

ریاض۔9مارچ (اے پی پی) د سعودي عربستان سپريم كورټ په مملكت كښې )(سبا) د اتوار په ماښام د رمضان المبارك د مياشتې د ليدلو اهتمام كولو اپيل كړے دے٬ د ام القری كېلنډر له مخې د اتوار په ماښام د مارچ په 10 مه به د شعبان 29 م نېټه وي۔ د سرکاری خبررساں ایجنسۍ ’اېس پی اے‘ له مخې د سپريم كورټ لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې …

ریاض۔9مارچ (اے پی پی) د سعودي عربستان سپريم كورټ په مملكت كښې )(سبا) د اتوار په ماښام د رمضان المبارك د مياشتې د ليدلو اهتمام كولو اپيل كړے دے٬ د ام القری كېلنډر له مخې د اتوار په ماښام د مارچ په 10 مه به د شعبان 29 م نېټه وي۔ د سرکاری خبررساں ایجنسۍ ’اېس پی اے‘ له مخې د سپريم كورټ لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې په مملكت كښې چا هم مياشت وليدله هغه دې په نزدې عدالت كښې ګواهي وركړي۔ دا هم وئيلې شوي چې كه څوك عدالت ته تللې نه شي نو نزدې سېنټر څخه دې د مياشتې ليدلو شهادت په اړه اطلاع وركړي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د ام القری كېلنډر له مخې د اتوار په ماښام د مارچ په 10 مه به د شعبان 29 م نېټه وي۔ په دې اړه سپريم كورټ سعودي وګړو او په مملكت كښې پاتې كېدونكو بهرنيانو ته د رويت هلال ګواهۍ ريكارډ كولو اپيل كړے دے۔

مزید خبریں