قطر او عراق يو اين آر ډبليو اے ته 25 ٬ 25 ملين ډالره د مرستې په توګه د وركولو اعلان وكړو

دوحه 07 مارچ (اے پی پی) قطر او عراق د فلسطيني كډوالو مرستې لپاره جوړ كړې شوي يو اېن آر ډبليو اے ته د 25 ٬ 25 ملين ډالر وركولو اعلان كړې۔ د العربيه اردو له مخې په ملګرو ملتونو كښې د قطر سفيرې شيخه عاليه احمد بن سيف الثاني د يو اېن آر ډبليو بېړني حاجتونه ترسره كولو لپاره د اضافي 25 ملين ډالر وركولو اعلان كړې۔ له بلې …

دوحه 07 مارچ (اے پی پی) قطر او عراق د فلسطيني كډوالو مرستې لپاره جوړ كړې شوي يو اېن آر ډبليو اے ته د 25 ٬ 25 ملين ډالر وركولو اعلان كړې۔ د العربيه اردو له مخې په ملګرو ملتونو كښې د قطر سفيرې شيخه عاليه احمد بن سيف الثاني د يو اېن آر ډبليو بېړني حاجتونه ترسره كولو لپاره د اضافي 25 ملين ډالر وركولو اعلان كړې۔ له بلې خوا عراق هم يو اېن آر ډبليو لپاره د 25 ملين ډالر عطيه وړاندې كولو اعلان كړې۔ خو تر دې دمه دا ښكاره نه ده چې عراق به دا رقم كله ادا كوي۔د ناروے خارجه وزير په دې لړ كښې ووئيل چې ځينې هېوادونو يو اېن آر ډبليو اے لپاره خپله مرسته معطل ساتلې۔ دا امكان لري چې هغوي يو ځل بيا په دې اړه فكر او مرسته زر بحال شي۔د نارويجن خارجه وزير ووئيل چې هيله ده چې په لويه شمېره كښې چې كومو هېوادونو يو اېن آر ډبليو مرسته نيولې ساتلې ده هغوي به ډېر زر يو وارې بيا د دې د بحالۍ فكر وكړي دغسې چې په غزه كښې په بشري بنيادونو د مرستې هلې ځلې روانې پاتې شي

مزید خبریں