سلامتي کونسل دې افغان لنډمهاله حکومت ته ټي ټي پي سره د اړيكو ختمولو تاكيد وكړي٬ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې منير اكرم څرګندونه

ملګري ملتونه 07 مارچ (اے پي پي) پاکستان ملګرو ملتونو څخه غوښتنه كړې ده چې سلامتي کونسل دې افغان لنډمهاله حکومت څخه ټي ټي پي سره د خپلو اړيكو ختمولو په اړه د پاكستان د مطالبې ملاتړ وكړي كوم چې په پاكستان كښې په پوځي او سوېلين هدفونه د بريدونو ذمه واري دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي منير اکرم تېره ورځ د سلامي كونسل 15 كسيزه …

ملګري ملتونه 07 مارچ (اے پي پي) پاکستان ملګرو ملتونو څخه غوښتنه كړې ده چې سلامتي کونسل دې افغان لنډمهاله حکومت څخه ټي ټي پي سره د خپلو اړيكو ختمولو په اړه د پاكستان د مطالبې ملاتړ وكړي كوم چې په پاكستان كښې په پوځي او سوېلين هدفونه د بريدونو ذمه واري دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي منير اکرم تېره ورځ د سلامي كونسل 15 كسيزه كونسل كښې په افغان صورتحال بحث كښې خبردارې وركړو چې ډېر زر القاعده او د ځينې رياستي سرپرستو ملاتړ ترلاسه كوٶنكي ټي ټي پي د نړيوالې ترهګرۍ د خطر سبب جوړېدې شي۔ده په ملګرو ملتونو زور راوړو چې ھغه دې د دې خبرې تحقيقات وكړي چې ټي ټي پي عصري پوځي وسله او ساز و سامان څنګه ترلاسه كړې او د ټي ټي پي د مالي ذريعې دې په ګوته كړې شي، څوك چې د 50 زره جنګيالو او د دوي په كفالت كښې د نورو كسانو او د ترهګرۍ كاروائيو لپاره معاونت كوي۔ ده هيله ښكاره كړه چې سلامتي كونسل به د پاكستان د مطالبې ملاتړ وكړي۔

مزید خبریں