ملګري ملتونه – 6 مارچ (اے پی پی)د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د فلسطين كډوالو مرسته كونكې د ملګرو ملتونو ایجنسۍ (یو اېن آر ډبلیو اے) بشپړه دفاع كولو سره وئيلي دي د اسرائیل لخوا د دې د ختمولو پرله پسې كمپائن باوجود كومه هم بله اداره د دې مهمې ايجنسۍ ځائے نه شي نيوے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اکرم په نيويارك كښې …
په ملګرو ملتونو كښې د او آئي سي ګروپ د يو اين آر ډبيو فنډنګ بحالولو غوښتنه وكړه

مزید خبریں
ملګري ملتونه – 6 مارچ (اے پی پی)د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د فلسطين كډوالو مرسته كونكې د ملګرو ملتونو ایجنسۍ (یو اېن آر ډبلیو اے) بشپړه دفاع كولو سره وئيلي دي د اسرائیل لخوا د دې د ختمولو پرله پسې كمپائن باوجود كومه هم بله اداره د دې مهمې ايجنسۍ ځائے نه شي نيوے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اکرم په نيويارك كښې د او آئی سی ګروپ لنډ مهاله چيئرمېن په حېث د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپل خطاب كښې ووئيل مونږ په تېرو 75 كلونو كښې فلسطيني كډوالو لپاره د يو مهم لائف لائن په توګه د یو این آر ډبلیو اے كردار ته سلام كوؤ۔ د 193 كسيزه عمومي اسمبلۍ غونډه په منځني ختيز كښې د فلسطینی كډوالو لپاره د ریلیف اېنډ ورکس ایجنسۍ په اړه بريفنګ لپاره وكړې شوه په كومه كښې چې د اسرائیل، امریکې او ځينې نورو هېوادونو لخوا د لګولې شوي دې تور چې د دې ادارې د عملې 12 غړي د 7 اكتوبر په كارروائيو كښې ككړ وو جاج واخستلے شو۔ په دې موقع د پاكستان استازي منېر اكرم د او آئی سی نمائندګي كولو سره د ملګرو ملتونو ادارې یو این آر ډبلیو اے ته د فنډز رسول معطل كولو په اړه د امريكې او د نورو هېوادونو په پرېكړه د سخت افسوس څرګندونه وكړه او دې ډول اقدامات ته په سمدستي توګه بيا كتلو او دغه د بېرته اغستو غوښتنه ئې وكړه۔ ده ووئيل فنډنګ ځنډول په ظاهري توګه د بې بنسټه تورونو نتيجه ده د كومو چې هېڅ ثبوت نه دے وړاندې كړے شوے۔ ده ووئيل دا مهال د فلسطيني كډوالو مجموعي شمېره نزدې 60 لكه ده كومه چې په يو اېن ډبليو اے اډانه لري۔ دا اقدام به فلسطيني كډوال د نه زغملو كېدونكو مصيبتونو سره مخ كړي۔ پاكستاني استازي د فوري جنګ بندۍ او د غزه محاصره كړو وګړو لپاره په بېړني توګه د بشري مرستې رسولو غوښتنه وكړه۔ په ملګرو ملتونو كښې د او آئي سي ګروپ لخوا په جاري كړي بيان كښې زياته كړې شوه چې دا مهال كومه بله اداره په غزه كښې د محاصره شوو او ځپلے شوو خلكو غذائي مرسته او هغوي ته د ژوند موقع وركولو كښې د يو اېن آر ډبليو اے ځائے نشي اغستې ۔ په بيان كښې په غزه كښې په رامخې ته شوو اوسنيو دړدېدلو پېښو رڼا واچولې شوه په كومو كښې چې د اسرائيلي قابض پوځ په بريد كښې 100 څخه زيات فلسطيني وګړي شهيدان او د سوؤنو په شمېر نور ژوبل شوي۔ په بيان كښی په غزه او لويديزه غاړه كښې د بشري حقونو په خلاف ورزيو او جنګي جرمونو اسرائيل ځواب وركونكے ګرځولو له د پرېكنده ګام پورته كولو غوښتنه هم وكړې شوه۔ بيان كښې ووئيل شول د غزه د 22 لکه وګړو بقا خطرو سره مخ ده او دا يو سنګين او اندېښمند صورتحال دے










