د سوګند پورته كولو نه پس په وړومبۍ ورځ د وزيراعظم د ګوادر دوره خوشبينه ده۔سېنېټر كهده بابر

كوئټه 05 مارچ (اے پي پي)سېنېټرې كهده بابر وئېلي دي د سوګند پورته كولو نه پس په وړومبۍ ورځ د وزيراعظم د ګوادر دوره خوشبينه ده۔دې په خپل يو بيان كښې وئېلي دي د وزيراعظم څخه د ګوادر اولس لپاره د خصوصي پیكج خواست كوم٬په ګوادر كښې د ژوند معمولات بحالېدو سره سره دې يوټېليټي بلز معاف كړے شي۔ګوادر دې سپېشل ډسټركټ وګرځولے شي او باډر ټرېډ شرطونه دې هم …

كوئټه 05 مارچ (اے پي پي)سېنېټرې كهده بابر وئېلي دي د سوګند پورته كولو نه پس په وړومبۍ ورځ د وزيراعظم د ګوادر دوره خوشبينه ده۔دې په خپل يو بيان كښې وئېلي دي د وزيراعظم څخه د ګوادر اولس لپاره د خصوصي پیكج خواست كوم٬په ګوادر كښې د ژوند معمولات بحالېدو سره سره دې يوټېليټي بلز معاف كړے شي۔ګوادر دې سپېشل ډسټركټ وګرځولے شي او باډر ټرېډ شرطونه دې هم نرم كړے شي۔ دې ووئېل ګوادر ښار دې ټيكس فري زون وګرځولې شي۔دې ووئيل دې اقداماتو سره به وګړو ته د روزګار نوې موقع په لاس ورشي۔