لبنان، د اسرائیل فضائی بريدونو كښې 2 كسان مړه، 14 ژوبل

بیروت 29 فروري (اے پي پي) د لبنان جنوبی سيمو كښې د اسرائیل په فضائی بريدونو كښې 2 كسان مړه او 14 ووبل شوې دي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې اے اېف پی د لبنان سرکاری قامی نیوز ایجنسۍ ای این اے په اړه وئيلي چې اسرائیل تيره شپه جنوبی كلو كښې صدیقین او کفرا كښې فضائی بريدونه كړي چې په نتيجه كښې ئې په کفرا كښې 2 كسان مړه او 14 ژوبل شوې دي۔