غزه كښې د كډوالو په کیمپونو د اسرائیل په بريدونو كښې د فلسطین 30 نور وګړي شهيدان

غزه 29 فروري (اے پي پي) غزه كښې په نصیرات، بوریج او د خان یونس كډوالو په کیمپونو د اسرائیل په بريدونو كښې د فلسطين 30 نور وګړي شهيدان شوې دي۔الجزیره له مخې د زيارت په شپه مينځني غزه كښې نصیرات او په بوریج کیمپونو د اسرائیل فضائی بريدونو كښې 25 كسان شهيدان شوې۔په دې بريدونو كښې ژوبل شوې د دیر البلاح الاقصیٰ شهدا روغتون ته رسولې شوي كومو كښې چې زياتره ميرمني او ماشومان شامل ؤ۔د اسرائیل بريدونو ښكار شوې كډوالو کیمپونو كښې نور ګڼ كسان د ملبے لاندې دي۔د اسرائیل پوځ د غزه جنوبی ښار خان یونس كښې د شپې په وخت بريدونه كړي۔غزه یورپی روغتون ته د اسرائیل بريدونو په نتيجه كښې 5 مړي ترلاسه شوې۔