ټیګوسی ګالپا 29 فروري (اے پي پي) د مينځني امریکې هېواد هنډراس میونسپیلټی سان جوان اوپوا كښې 2 بسونه خپلو كښې جنګيدلې چې په نتيجه كښې ئې 17 كسان مړه شوې دي۔ شنهوا له مخې ځائې چارواكو وئيلي چې دا پېښه تيره ورځ هغه مهال رامخې ته شوې كله چې يو بس د ایګوا کلینټا څخه امریکا ته تلونكو غير ملكيان كوزولو نه پس راستون شوې دغسې دويم په لیمپیرا-سانتا روزا روټ روان ؤ په دې مهال دواړه بسونه خپلو كښې جنګيدلې چې په نتيجه كښې ئې 17 كسان مړه شوې دي۔د هنډراس صدر ژیو مارا کاسټرو د ځپليو كورنيو سره غمرازي كولو سره د ژوبل كسانو زر روغتيا له د نيكو هيلو څرګندونه كړې ده۔