الجزائر۔26فروری(اے پی پی) د الجزائر صدر عبد المجيد تبون د نړۍ د دريم او د افريقا تر ټولو ستر جومات په باضابطه توګه پرانسته وكړه۔ د اردو نيوز له مخې دا جومات په 70 اېكټر رقبه محيط دے په كوم كښې چې يو لك 20 زره كسان په يو وخت لمونځ كولے شي۔ دا په اولني ځل په اكتوبر 2020 كښې لمونځ لپاره پرانستلے شوے وو خو دغه وخت د …
په الجزائر كښې د نړۍ د دريم او د افريقا تر ټولو ستر جومات پرانسته وكړې شوه

مزید خبریں
الجزائر۔26فروری(اے پی پی) د الجزائر صدر عبد المجيد تبون د نړۍ د دريم او د افريقا تر ټولو ستر جومات په باضابطه توګه پرانسته وكړه۔ د اردو نيوز له مخې دا جومات په 70 اېكټر رقبه محيط دے په كوم كښې چې يو لك 20 زره كسان په يو وخت لمونځ كولے شي۔ دا په اولني ځل په اكتوبر 2020 كښې لمونځ لپاره پرانستلے شوے وو خو دغه وخت د دې د پرانستې په دستوره كښې صدر عبد المجيد تبون د كورونا له امله ګډون كړے نه وو۔ په جومات كښې د نړۍ تر ټولو دنګ مينار هم دے د كوم اوچتوالې چې 267 میټر دے چرته څخه چې د پلازمينې خليج الجزائر ننداره كېدې شي۔ د جومات داخلي برخه د اندلس په ډول د لرګي ٬ سنګ مرمر او نورو قيمتي څيزونو دلارې سنګار كړې شوې ده۔ په دې مېګا پراجېكټ 800 ملين څخه زيات ډالر مصرف كړې شوي او دا په 7 كاله كښې جوړ كړے شوے دے۔










