په غزه كښې د مرستې سامان ترلاسه كولو له په جمع شويو فلسطيني وګړو د اسرائيلي پوځ بريد ٬ 10 شهيدان ٬ 15 ژوبل شول

غزہ۔26فروری(اے پی پی) په غزه كښې د مرستې سامان ترلاسه كولو له په جمع شويو د زرګونو په شمېر فلسطيني وګړو د اسرائيلي پوځ لخوا د ډرون بريدونو او د توپو ګولۍ وارولو په نتيجه كښې 10 كسان شهيدان او 15 څخه زيات ژوبل شوي دي۔ تاس د فلسطینی خبر رسنې ادارې’وفا ‘‘ حوالې سره وئيلي چې په دې بريد كښې ژوبل شوي كسان طبي مرستې لپاره روغتون ته منتقل …

غزہ۔26فروری(اے پی پی) په غزه كښې د مرستې سامان ترلاسه كولو له په جمع شويو د زرګونو په شمېر فلسطيني وګړو د اسرائيلي پوځ لخوا د ډرون بريدونو او د توپو ګولۍ وارولو په نتيجه كښې 10 كسان شهيدان او 15 څخه زيات ژوبل شوي دي۔ تاس د فلسطینی خبر رسنې ادارې’وفا ‘‘ حوالې سره وئيلي چې په دې بريد كښې ژوبل شوي كسان طبي مرستې لپاره روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ د رپورټ له مخې د زرګونو په شمېر فلسطيني وګړي بهر هېوادونو څخه د بشري مرستې په بنياد رالېږلې شوي سامان ترلاسه كولو له په قطارونو كښې ولاړ وو چې په دغه مهال اسرائيلي وسله والو ځواكونو دوئي د ډرون بريدونو او د توپ خانې د ګوله بارۍ د لارې په نښه كړل۔

مزید خبریں