یروشلم ۔24فروری (اے پی پی) په مقبوضه لوئيديزه غاړه كښې د يهوديانو بستۍ ته نزدې د درې وسله والو لخوا په يو شمېر ګاډو د ډزو په نتيجه كښې 8 كسان ژوبل شوي دي۔ د فرانسیسی خبر رسنې ادارې اے اېف پي له مخې دا پېښه په مالې عدومم سيمه كښې رامخې ته شوه۔ د پوليس وېنا ده چې درې ترهګر خپل ګاډي څخه راكوز شول او يروشلم پلو تلونكي …
یروشلم ته نزدې په ګاډو د ډزو پيښه ٬ 8 كسان ژوبل

مزید خبریں
یروشلم ۔24فروری (اے پی پی) په مقبوضه لوئيديزه غاړه كښې د يهوديانو بستۍ ته نزدې د درې وسله والو لخوا په يو شمېر ګاډو د ډزو په نتيجه كښې 8 كسان ژوبل شوي دي۔ د فرانسیسی خبر رسنې ادارې اے اېف پي له مخې دا پېښه په مالې عدومم سيمه كښې رامخې ته شوه۔ د پوليس وېنا ده چې درې ترهګر خپل ګاډي څخه راكوز شول او يروشلم پلو تلونكي ګاډي يۍ كوم چې د زيات ټرېفك دلاسه ولاړ وو په نښه كړل۔ د بيان له مخې درې واړه ترهګر په ځايې ونيولې شوو۔ په لوئيديزه غاړه كښې دې څخه وړاندې هم د فلسطيني وګړو لخوا په اسرائيلو بريدونه شوي دي ٬ دغسې اسرائيلي ځواكونه هم دلته خپلې كارروايۍ كوي چې په نتيجه كښې يۍ زيات كسان وژلې شوي دي۔ د رمله د روغتيا وزارت وېنا ده چې په غزه كښې د جنګ پېل كېدو څخه وروستو اسرائيلي پوځ او آباد كارو تر دې دمه 400 فلسطینی وګړي وژلي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اسرائيل د كال 1967 عرب اسرائیل جنګ كښې د يروشلم په شمول په ټوله لوئيديزه غاړه قبضه كړې وه او دا يۍ ضم كړې وه۔










