برسلز 20 فروري (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف 26 هېوادونو په غزہ كښې د بشري همدردۍ په بنیادونو جنك كښې په سمدستي توګه د دمې كولو غوښتنه كړې ده۔ شنهوا له مخې د اروپائي ائتلاف خارجه پالیسۍ مشر جوزپ بوریل تيره ورځ وئيلي چې د اروپائي ائتلاف 26 غړو هېوادونو په غزہ كښې د بشري همدردۍ په بنیادونو جنګ كښې د دمې كولو غوښتنه كړې ده كومه به چې …
د اروپائي ائتلاف 26 هېوادونو په غزہ كښې د بشري همدردۍ په بنیادونو جنك كښې په سمدستي توګه د دمې كولو غوښتنه

مزید خبریں
برسلز 20 فروري (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف 26 هېوادونو په غزہ كښې د بشري همدردۍ په بنیادونو جنك كښې په سمدستي توګه د دمې كولو غوښتنه كړې ده۔ شنهوا له مخې د اروپائي ائتلاف خارجه پالیسۍ مشر جوزپ بوریل تيره ورځ وئيلي چې د اروپائي ائتلاف 26 غړو هېوادونو په غزہ كښې د بشري همدردۍ په بنیادونو جنګ كښې د دمې كولو غوښتنه كړې ده كومه به چې د يو كوټلې جنګ بندۍ سبب وګرځي۔د اروپائي ائتلاف خارجه وزيرانو په غونډه كښې د هنګري نه علاوه د اروپائي ائتلاف ټولو غړو هېوادونو اسرائیل د غزہ په رفح ښار د بريدونو پيل كولو په ضد خبردار کولو سره وئيلي چې د اسرائیل دې اقدام سره به په رفح كښې 15 لکهه فلسطینی كډوالو تباهۍ كښې نوره اضافه وشي۔










