بیجنګ ۔19فروری(اے پی پی) د ساؤتھ وېسټ یونیورسټی آف پولیټیکل سائنس اېنډ لاء وزېټنګ پروفیسر چینګ ژی ژونګ وئيلي دي په پاكستان كښې د قومي او صوبائي اسمبليو اوسنۍ شوې عادلانه او سولييزې ټولټاكنې د اولس د هيلو بشپړه عكاسي كوي۔ د ګل په ورځ خپل بيان كښې ده وئيل په پاكستان كښې د ټول ټاكنو خلاصه په څلورو ټكو كښې بيانېدې شي۔ عادلانه ٬ هوارې ٬ محفوظې او كاميابې٬ …
په پاكستان كښې عادلانه او سولييزې ټولټاكنې د اولس د هيلو بشپړه عكاسي كوي ٬ چينګ ژي ژونګ

مزید خبریں
بیجنګ ۔19فروری(اے پی پی) د ساؤتھ وېسټ یونیورسټی آف پولیټیکل سائنس اېنډ لاء وزېټنګ پروفیسر چینګ ژی ژونګ وئيلي دي په پاكستان كښې د قومي او صوبائي اسمبليو اوسنۍ شوې عادلانه او سولييزې ټولټاكنې د اولس د هيلو بشپړه عكاسي كوي۔ د ګل په ورځ خپل بيان كښې ده وئيل په پاكستان كښې د ټول ټاكنو خلاصه په څلورو ټكو كښې بيانېدې شي۔ عادلانه ٬ هوارې ٬ محفوظې او كاميابې٬ په خاص توګه پاكستاني امنيتي ځواكونو د سيمه ايزو قوتونو لخوا په ټولټاكنو كښې د خلل اچولو هڅې ناكامه كړې۔ ده ووئيل اوس ځينې بهرني قوتونه د پاكستان په ټولټاكنو د ناانصافۍ تور لګوي او دا بېخي بې بنسټه دے۔ ده زياته كړه چې د پاكستان په داخلي معاملو كښې مداخلت د ملګرو ملتونو د چارټر په ضد دي۔ ده ووئيل ټول سياسي ګوندونه دې كه په حكومت كښې وي يا اپوزيشن كښې يو موټي شي او د غوره پاكستان لپاره دې په ګډه كار وكړي۔ ده ووئيل د كوم هم ګوند لخوا احتجاج به اولس ته زيان رسوؤنكې وي۔ ده وئيل د يو مضبوط ورور هېواد په حېث چين يو مضبوط ٬ محفوظ ٬ پرمختګ كوؤنكے او سوكاله پاكستان ليدل غواړي۔










