د سعودي خارجه وزير په ميونخ كښې امنيتي كنفرنس كښې ګډون لپاره المان ته ورسېد

رياض 16 فروري (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان په ميونخ كښې امنيتي كنفرنس كښې ګډون لپاره المان ته رسېدلې۔ د اردو نيوز له مخې د سعودي خارجه وزارت خپل بيان كښې وئيلي دي چې خارجه وزير به په امنيتي كنفرنس كښې د هېواد د پلاوي مشري كوي كوم چې به د 16مې نه تر اتلسمې فرورۍ كېږي۔ د بيان له مخې شهزاده فېصل بن فرحان لخوا په نړيوالو چارو او امن او سلامتيا مستحكم كولو لپاره ګڼ اړخيزه عمل د مخ په وړاندې بوتللو په طريقه كار خبرې اترې متوقع دي۔ د سعودي پلاوې به د نورو هېوادونو د پلاوي مشرانو او د كنفرنس ګډون كووٶنكو مهم شخصياتو سره ملاقاتونه هم كوي