ریاض ۔13فروری(اے پی پی) د سعودي عربستان خادم حرمین شریفین شاہ سلمان بن عبد العزیز او ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان په صوماليه كښې د اماراتي او بحريني عسكرو په مړينه د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اردو نیوز له مخې سعودي مشرتابه د امارات صدر شېخ محمد بن زېد آل نهيان او د بحرين باچا حمد بن عيسی آل خليفه ته تعزيتي چيټۍ استولې دي۔ سعودي مشرتابه د …
سعودي عربستان په صوماليه كښې په اماراتي عسكرو ترسره شوے بريد وغندلو

مزید خبریں
ریاض ۔13فروری(اے پی پی) د سعودي عربستان خادم حرمین شریفین شاہ سلمان بن عبد العزیز او ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان په صوماليه كښې د اماراتي او بحريني عسكرو په مړينه د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اردو نیوز له مخې سعودي مشرتابه د امارات صدر شېخ محمد بن زېد آل نهيان او د بحرين باچا حمد بن عيسی آل خليفه ته تعزيتي چيټۍ استولې دي۔ سعودي مشرتابه د امارات صدر شېخ محمد زايد ته خپله چيټۍ كښې وئيلي چې مونږ ته په امارتي عسكرو د ترسره شوي بريد اطلاع ترلاسه شوې ده۔ ده ددې مجرمانه عمل غندنه كولو سره ووئيل مونږ ستاسو په غم كښې يو برابر شريك يؤ او غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كوؤ۔ دغسې سعودي مشرتابه يوه چيتۍ د بحرين باچا شاه حمد بن عيسی آل خليفه ته هم استولې ده۔










