د سعودي د حج او عمرې وزارت حج 2024 كښې خوښي لرونكو له د رجسټريشن شرطونه واضح كړل

رياض 12 فروري (اے پي پي) د سعودي د حج او عمرې وزارت حج كال 2024 كښې خوښي لرونكو وګړو او بهرنيو كسانو لپاره د رجسټرېشن شرطونه واضح كړې دي۔ د سعودي د حج وزارت خپل ټويټ كښې وئيلي چې سعودي وګړو له شناختي کارډ او بهرنيو لپاره د ذې الحجې تر پايې اقامه لازمي ده۔ وزارت وئيلي دي چې د رنځورانو واكسين دې بشپړ وي٬ ځكه چې درخواست كوٶنكې بايد د متعدي رنځ ښكار نه وي او لا علاجه رنځ سره هم مخ نه وي۔ د حج كوونكي عمر به د 15 كالو نه كم نه وي او د عمر تعين به هجري كلېنډر څخه كولې شي٬ د وزارت له مخې په وړومبي ځل د حج اراده كوٶنكو ته به ترجيح وركولې شي٬ دې شرط څخه به د حج اراده كوؤنكې مېرمن هغه محرم مستثنی وي كوم چې وړاندې حج نه وي كړې يا يۍ د اولني حج 5 كاله شوي وي۔ د وزارت وېنا ده چې په انفرادي ګروپ كښې د شاملو كسانو د شمېرې حد زيات نه زيات 14 دے د دې نه زيات كسان په يو ګروپ كښې نشي شاملېدې