موغا دېشو ۔11فروری(اے پی پی) د صوماليه په ګورډن پوځي بيس د يو پوځي اهلكار په ډزو 5 نور پوځي اهلكار وژلے شوي دي۔ د برطانوي خبري اژانس د يو پوځي افسر او د روغتون عملې حوالې سره ووئيل چې په پوځي بېس موجود يو پوځي اهلكار په ټرېنرز او صومالي پوځي اهلكارو هغه مهال ډزې وكړې كله چې هغوي لمونځ ادا كولو كښې مشغول وو۔ ده ووئيل د ډزو دې پېښې په نتيجه كښې 5 اهلكار مړه او 2 ژوبل شوي دي۔ ده زياته كړه چې د صوماليه حكومت د بريد حوالې سره پلټنې كوي۔ بلخوا د صوماليه صدر حسن شېخ د دې پېښې غندنه كولو سره د وژلې شويو اهلكارو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې ده۔