هندي مسلمانانو د ګيان واپي جومات معاملې په ضد جيل بھرو تحريك پيل كړو٬ پوليس د اتحاد ملت كونسل مشر مولانا توقير رضا ګرفتار كړو

لکھنو۔10فروری(اے پی پی) په هند كښې د اتحاد ملت كونسل بريلي شريف مشر مولانا توقير رضا د اتر پردېش پوليس د جمعې په ورځ هغه وخت ګرفتار كړو كله چې هغه د ګيان واپي جومات معاملې په ضد جېل بهرو تحريك اعلان كړو۔ د کشمیر ميډيا سروس له مخې مولانا توقير رضا خان د اترپردېش په برېلی سيمه كښې د سوؤنو په شمېر خپلو پلويانو سره د ګيان واپي جومات په معامله زبردست احتجاج وكړو او ځان يۍ پخپله ګرفتارۍ لپاره وړاندې كړو۔ دې څخه وړاندې ده مسلمانانو څخه په جومات كښې د هندوانو د عبادت د اجازت وركولو كېدو په ضد خپل احتجاج ريكارډ كولو له د جېل بھرو تحريك اپيل كړے وو۔ وروستو دې ماښام خوشے كړے شو۔ دا خبره دې ياده وي چې هندو توا تنظیمونو د بابري جومات په څير د اترپردېش بنارس ښار ګیان واپی جومات په اړه هم ادعا كړې چې دا د مغل باچا اورنګزېب عالمګير په دور كښې مندر نړولو سره جوړ كړے شوے وو۔ انتها خوښي هندوان د جومات په ځايې د مندر جوړولو مهم چلوي۔ بلخوا ضلعي عدالت هندو ډلې ته په جومات كښې د بتانو د عبادت اجازت وركړے دے۔