سانتیاګو۔6 فروری(اے پی پی) د سوئيلي امريكا په چلي هېواد كښې په ځنګلونو د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې د مړو شمېره زياتېدو سره 123 ته رسېدلې ده۔ د اے اېف پی له مخې د چلي ساحلي سيمې والپاریسو په ځنګلونو د جمعې په ورځ د لګېدلي اور له امله تر ګل ورځې د مړو شمېره زياتېدو سره 123 ته رسېدلې۔ د مرستې كارمندانو لخوا د نورو بې دركه …
چلی ، په ځنګلونو د اور لګيدو پيښې په نتيجه كښې د مړو شميره زياتيدو سره 123 ته ورسيده

مزید خبریں
سانتیاګو۔6 فروری(اے پی پی) د سوئيلي امريكا په چلي هېواد كښې په ځنګلونو د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې د مړو شمېره زياتېدو سره 123 ته رسېدلې ده۔ د اے اېف پی له مخې د چلي ساحلي سيمې والپاریسو په ځنګلونو د جمعې په ورځ د لګېدلي اور له امله تر ګل ورځې د مړو شمېره زياتېدو سره 123 ته رسېدلې۔ د مرستې كارمندانو لخوا د نورو بې دركه كسانو د لټون عمليات روان دي۔ د وینا ډیل مار ریزورټ سيمه د اور د لاسه زياتو ځپلې شويو سيمو كښې شمېرلې شي۔ اور كورونه او ګاډي په خپله ولقه كښې اخستې دي۔ د داخله وزارت انډر سېکرټری مینوئل مونسالوے له مخې د اور د لاسه نزدې 15 زره كورونو ته زيان رسېدلے دے۔










