اسلام آباد۔3 فروری(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې د متحدہ عرب امارات او پاکستان ترمينځه د ورورولۍ اړيكې دي كومې چې وخت تېرېدو سره سره لا پياوړې كېږي ، په معاشي او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې د متحده عرب امارات لخوا پاكستان لپاره بشپړه همكارۍ ته د قدر په سترګه ګورؤ۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري …
وزیراعظم انوار الحق کاکړ سره د يو اے اي ډاكټر ثاني بن احمد الزيودي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔3 فروری(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې د متحدہ عرب امارات او پاکستان ترمينځه د ورورولۍ اړيكې دي كومې چې وخت تېرېدو سره سره لا پياوړې كېږي ، په معاشي او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې د متحده عرب امارات لخوا پاكستان لپاره بشپړه همكارۍ ته د قدر په سترګه ګورؤ۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې نګران وزير اعظم انوار الحق كاكړ سره د متحده عرب امارات د تجارت وزير ډاكټر ثاني بن احمد الزیودی ملاقات وكړو۔ نګران وزیراعظم د متحدہ عرب امارات صدر شېخ محمد بن زاید النهیان لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقعه نګران وزيراعظم په خپلو خبرو كښې ووئيل د متحدہ عرب امارات او پاکستان ترمينځه د ورورولۍ اړيكې دي كومې چې وخت تېرېدو سره سره لا پياوړې كېږي ، په معاشي او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې د متحده عرب امارات لخوا پاكستان لپاره بشپړه همكارۍ ته د قدر په سترګه ګورؤ۔ نګران وزیراعظم ووئيل زما د متحده عرب امارات دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د تفاهم يو شمېر يادښتونه لاس ليك شول چې ورسره به د پاک متحدہ عرب امارات اقتصادی همكارۍ نوې دور پېل شي۔ ده ووئيل متحدہ عرب امارات د 18 لکه پاكستانيانو كور دے كوم چې د دواړو وروڼو هېوادونو سوكالۍ او اقتصادي پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو كاروباري شخصيات او چېمبرز آف کامرس اېنډ انډسټری يو بل ته نزدې كولو له به د پاكستان حكومت هر ممكن كردار ترسره كوي۔ د متحدہ عرب امارات د تجارت وزير پاکستان سره په تجارتي اړيكو كښې لا بهتري راوستلو له د خپل عزم څرګندونه وكړه۔ په ملاقات كښې د سمندري چارو نګران وفاقی وزیر شاهد اشرف تارړ، په پاكستان كښې د متحدہ عرب امارات سفیر او اړوند اعلی سركاري چارواكي موجود وو۔










