ریاض۔1فروری(اے پی پی) سعودی ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان سره برطانوي خارجه وزير ډېوډ كېمرون ملاقات كړے دے۔ د سركاري خبري اژانس اېس پی اے له مخې په رياض كښې شوي ملاقات كښې دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو په شمول د شريكې همكارۍ څانګې په عصري بنيادونو د اودرولو او مستحكمولو تګلارو جاج واخست۔ دې سره سره په ملاقات كښې په سيمه ايزه وضعه او په دې اړه …
سعودی ولی عهد محمد بن سلمان سره د برطانوي خارجه وزير ملاقات

مزید خبریں
ریاض۔1فروری(اے پی پی) سعودی ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان سره برطانوي خارجه وزير ډېوډ كېمرون ملاقات كړے دے۔ د سركاري خبري اژانس اېس پی اے له مخې په رياض كښې شوي ملاقات كښې دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو په شمول د شريكې همكارۍ څانګې په عصري بنيادونو د اودرولو او مستحكمولو تګلارو جاج واخست۔ دې سره سره په ملاقات كښې په سيمه ايزه وضعه او په دې اړه امن او استحكام لپاره په روانو هڅو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقعه برطانيه كښې د سعودي سفير شهزاد خالد بن بندر ٬ خارجه وزير شهزاد فېصل بن فرحان او د قومي سلامتيا سلاحكار ډاكټر مساعد العيبان هم موجود وو۔










