اسلام آباد۔31جنوری(اے پی پی) د سعودي عربستان د اسلامي چارو٬ دعوت او لارښودنې وزارت وئيلي دي چې د خادم حرمېن شریفېن په مېلمستيا كښې د عمره ادا كوؤنكې دويمې ډلې د هركلي تيارۍ بشپړ كړې شوي دي۔ د اېس پی اے له مخې د روان كال 2024 په مهال په شاهي مېلمستيا كښې د عمره ادا كوؤنكو اولنۍ ډله په مكه مكرمه كښې د عمرې او په مدينه منوره كښې …
سعودي عربستان ٬ په شاهي بلنه دويمه ډله كښې شامل 250 كسان به عمره كوي

مزید خبریں
اسلام آباد۔31جنوری(اے پی پی) د سعودي عربستان د اسلامي چارو٬ دعوت او لارښودنې وزارت وئيلي دي چې د خادم حرمېن شریفېن په مېلمستيا كښې د عمره ادا كوؤنكې دويمې ډلې د هركلي تيارۍ بشپړ كړې شوي دي۔ د اېس پی اے له مخې د روان كال 2024 په مهال په شاهي مېلمستيا كښې د عمره ادا كوؤنكو اولنۍ ډله په مكه مكرمه كښې د عمرې او په مدينه منوره كښې د مسجد نبوي زيارت بشپړ كولو څخه وروستو بېرته تلې ده۔ د اسلامي چارو وزارت وېنا ده چې د خادم حرمېن شریفېن په مېلمستيا كښې عمره ادا كوؤنكې ډله كښی به 250 كسان شامل وي۔ د دوئي تعلق د اروپا او سوئيلي امريكې 15 هېوادونو څخه دې په كومو كښې چې بوسنیا، البانیه، کوسوا، مقدونیه، کروشیا، سلوانیا، مونټی نیګرو، سربیا، یونان، بلغاریه، رومانیه، پولېنډ، برطانیه، برازیل او ارجنټائن شامل دے۔ د اسلامي چارو وزارت د خادم حرمېن شریفېن مېلمنو لپاره په مكه مكرمه او مدينه منوره كښې د پاتې كېدو په مهال د عمرې او زيارت پروګرام چمتو كړے دے۔










