د كشميريانو د عامې وژنې مقصد د خپلواكۍ غوښتنه له مينځه وړل دي٬ آئي ډي سي

سرینګر۔29جنوري(اے پي پي) انسټی ټیوټ آف ډاکیومېنټېشن سېنټر(آئي ډي سي) وئيلي دي د كشميري وګړو عامه وژنه د هند لخوا د دوئي د خپلواكۍ غوښتنې له مينځه وړلو سازش دے۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د آئي ډي سي مشر پروفېسر فرحان علي په سرينګر كښې ووئيل د جنورۍ مياشت په مقبوضه جموں وكشمير كښې د عامو وژنو د پیښو مياشت ده ولې چې هندي عسكرو د كال 1989څخه …

سرینګر۔29جنوري(اے پي پي) انسټی ټیوټ آف ډاکیومېنټېشن سېنټر(آئي ډي سي) وئيلي دي د كشميري وګړو عامه وژنه د هند لخوا د دوئي د خپلواكۍ غوښتنې له مينځه وړلو سازش دے۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د آئي ډي سي مشر پروفېسر فرحان علي په سرينګر كښې ووئيل د جنورۍ مياشت په مقبوضه جموں وكشمير كښې د عامو وژنو د پیښو مياشت ده ولې چې هندي عسكرو د كال 1989څخه په دې مياشت كښې په لويه كچه عامې وژنې كړې ۔ ده په نړيواله ورورولۍ او په خاص توګه په ملګرو ملتونو او د سلامتي كونسل په مستقل غړو زور راوړو چې هغوي په جموں وكشمير كښې د منفي او رجعت پسنده پالسيو مخنيوي له كوټلي ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل پاكستان به مقبوضه جموں وكشمير كښې د هندي ځواكونو ظلمونو سره مخ كشميريانو وګړو لپاره غږ پورته كوي