ایران د امریکا او برتانيې تورونه رد كړل

تهران 29 جنوري (اے پي پي) ایران د امریکې او برتانيې هغه تورونه رد كړي په كومو كښې چې هغوې په ايران اردن كښې په ډرون بريدونو كښې د مزاحمت کارو ډلو د مرستې تورونه لګولي ۔ اردن كښې په پوځي اډا بريد كښې د امريكې درې عسكر مړه شوې وؤ۔د ایران خبر رسنې ادارې 'ایرنا' د ايران خارجه وزارت وياند ناصر کنعانی تر مخه وئيلي دي دا ادعا د …

تهران 29 جنوري (اے پي پي) ایران د امریکې او برتانيې هغه تورونه رد كړي په كومو كښې چې هغوې په ايران اردن كښې په ډرون بريدونو كښې د مزاحمت کارو ډلو د مرستې تورونه لګولي ۔ اردن كښې په پوځي اډا بريد كښې د امريكې درې عسكر مړه شوې وؤ۔د ایران خبر رسنې ادارې ‘ایرنا’ د ايران خارجه وزارت وياند ناصر کنعانی تر مخه وئيلي دي دا ادعا د مخصوصو سیاسی اهدافو سره د سيمې حقائقو بدلولو لپاره شوې ۔ ایران دغه ادعاګاني بے بنسټه ګڼي۔ده ووئيل په سوريه او عراق د امریکې بريدونو سره سره غزہ كښې د جنګ روان پاتې كيدو سره سيمه كښې د عدم استحکام سلسله نوره هم تنده شوې۔تر اوسه د دې بريد ذمه واري كومې ډلې نه ده قبوله كړې۔دا خبره دې ياده وي چې د امريكې صدر جو بائیډن د اتوار په ورځ جاري بيان كښې وئيلي دي چې سوريه او عراق كښې فعاله د ایران مرستياله مزاحمت کار ډله د ” اردن شمالي ختيز كښې په پوله پوځي مركز بريد كښې ككړه ده۔