برازيل كښې يوه كوچنۍ الوتكه نسكوره شوه ٬ 2 كسان مړه

برازيليا 26 جنوري (اے پي پي) برازيل كښې يوه كوچنۍ الوتكه نسكوره شوې چې پكښې 2 كسان مړه شوي۔ د چين ميډيا له مخې ځائي چارواكو وئيلي دي پائپر کومانچے الوتكه (پي ټي ۔ډي کے اے) ساؤ پالو ښار څخه د الوت نه پس په ځنګلي سيمه كښې نسكوره شوې چې پكښې دوه كسانو سفر كولو۔ د برازيل فضائيه وئيلي دي پوهانو د پېښې سبب له معلومولو له پلټنې پېل …

برازيليا 26 جنوري (اے پي پي) برازيل كښې يوه كوچنۍ الوتكه نسكوره شوې چې پكښې 2 كسان مړه شوي۔ د چين ميډيا له مخې ځائي چارواكو وئيلي دي پائپر کومانچے الوتكه (پي ټي ۔ډي کے اے) ساؤ پالو ښار څخه د الوت نه پس په ځنګلي سيمه كښې نسكوره شوې چې پكښې دوه كسانو سفر كولو۔ د برازيل فضائيه وئيلي دي پوهانو د پېښې سبب له معلومولو له پلټنې پېل كړي۔ د يادونې وړ ده تېر كال په دسمبر كښې هم په دې سيمه كښې يوه چورلكه تباه شوې وه چې پكښې څلور كسان مړه شوې وو۔