د شنګھائي مرستې کونسل غونډه٬ غړي هېوادونه د ټرانسپورټ د لارې په مربوط كولو غور

بيجنګ 24 جنوري (اے پي پي) د شنګھائي مرستې کونسل(اېس سي او) غونډه په بېجنګ كښې شوې چې پكښې د ادارې دوهم عمومي سېكتر سهېل خان د پاکستان لخوا د وېډيو كنفرنس د لارې ګډون كړے٬ د غونډې موضوع "ټرانسپورټ کنيکټوټي فار ريجنل ډويلپمنټ" وه او د دې تابيا د پاكستان لخوا شوې وه څوك چې د ادارې د حكومتي كونسل مشر دے۔ دا خبره د اېس سي او سېكرټرېټ …

بيجنګ 24 جنوري (اے پي پي) د شنګھائي مرستې کونسل(اېس سي او) غونډه په بېجنګ كښې شوې چې پكښې د ادارې دوهم عمومي سېكتر سهېل خان د پاکستان لخوا د وېډيو كنفرنس د لارې ګډون كړے٬ د غونډې موضوع “ټرانسپورټ کنيکټوټي فار ريجنل ډويلپمنټ” وه او د دې تابيا د پاكستان لخوا شوې وه څوك چې د ادارې د حكومتي كونسل مشر دے۔ دا خبره د اېس سي او سېكرټرېټ لخوا په جاري بيان كښې شوې ۔ په دې موقع سهېل خان تجارتي او اقتصادي مرسته او د اولس ترمېنځه رابطې زياتولو لپاره د ټرانسپورټ په مهم كردار بحث وكړو او په دې لړ كښې ئې په غړو هېوادونو د منصوبې په عملي زور رواړو۔ په وېډيو كنفرنس كښې د مواصلات وزير شاهد اشرف تارړ هم موجود ٶ چا چې د ګډون كوٶنكو تود هركلے وكړو۔