كل جماعتي حريت كنفرنس د هند جمهوريت ورځ د تورې ورځې په توګه د لمانځلو غږ وكړو

نوې ډيلې ۔24 جنوری(اے پی پی) د کل جماعتی حریت کنفرنس په غېر قانوني توګه نظربند سينئر لارښود شبیر احمد شاہ کشمیري اولس څخه غوښتنه كړې چې د جنورۍ په 26 مه نېټه د جمعې ورځ د هند د جمهوريت ورځ د تورې ورځې په توګه په لمانځلو دا ښكاره پېغام وركړئ چې كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركولو څخه پرله پسې انكار څخه د هند د جمهوري هېواد ادعاګانې …

نوې ډيلې ۔24 جنوری(اے پی پی) د کل جماعتی حریت کنفرنس په غېر قانوني توګه نظربند سينئر لارښود شبیر احمد شاہ کشمیري اولس څخه غوښتنه كړې چې د جنورۍ په 26 مه نېټه د جمعې ورځ د هند د جمهوريت ورځ د تورې ورځې په توګه په لمانځلو دا ښكاره پېغام وركړئ چې كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركولو څخه پرله پسې انكار څخه د هند د جمهوري هېواد ادعاګانې بې بنسټه دي ۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې شبیر احمد شاہ تهاړ زندان څخه په جاري شوي يو پېغام كښې وئيلي دي کشمیری اولس لپاره د دوئي په مورنۍ خاوره د هند غېر قانوني قبضه د نه قبلولو وړ ده۔ شبیر شاہ زياته كړه چې ټولې نړۍ ته معلومه ده چې هند يو غاصب هېواد دے چا چې ټول عمري كشميريان د ظلم او زياتي سره مخ ساتلي ۔ ده ووئيل کشمیري اولس د تېرو څو لسيزو په مهال هندي تسلط څخه آزادي ترلاسه كولو له ځانګړې قربانۍ وركړي او په سباؤن كښې به هم خپلې ستړې روانې ساتي