ملګري ملتونه دې د اسرائيل د لاسه په غزه كښې د روانو وژنو مخنيوي له كوټلي ګامونه پورته كړي٬ د پاكستان استازي د سلامتي كونسل غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه

ملګري ملتونه۔24 جنوری(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اکرم نړيوالې ادارې څخه غوښتنه كړې چې هغه د اسرائيل د لاسه په غزه كښې د عامو وژنو مخنيوي له كوټلي ګامونه پورته كړي٬ د اسرائیل فلسطین شخړې تلپاتې خاتمه د دوه رياستي حل د لارې ممكن ده۔ دا خبره ده تېره ورځ په سلامتي كونسل كښې د منځني ختيز شخړې په اړه يوې غونډه كښې …

ملګري ملتونه۔24 جنوری(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اکرم نړيوالې ادارې څخه غوښتنه كړې چې هغه د اسرائيل د لاسه په غزه كښې د عامو وژنو مخنيوي له كوټلي ګامونه پورته كړي٬ د اسرائیل فلسطین شخړې تلپاتې خاتمه د دوه رياستي حل د لارې ممكن ده۔ دا خبره ده تېره ورځ په سلامتي كونسل كښې د منځني ختيز شخړې په اړه يوې غونډه كښې وكړه۔ ده ووئيل وخت راغلے چې سلامي كونسل فلسطين آزاد رياست تسليم كړي او په نړيواله اداره كښې د دې مستقل غړيتوب لپاره ګامونه پورته كړي ، هيله ده چې كونسل به يو قرارداد منظور كړي په كوم كښې به چې د مخاصمت په بشپړه توګه د ختمولو ٬ د غزہ محاصره كړي اولس ته د مرستې سامان رسولو او فلسطيني اولس لپاره د نړيوال تحفظ غوښتنه وكړې شي۔ په غونډه كښې 60 څخه زياتو مقررينو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په غزه د اسرائيلي بمبارۍ د لاسه د رامخې ته شوي ناوړه صورتحال په اړه ده ووئيل د بې ګناه وګړو دا ډول وحشيانه وژل او په ټول اولس مسلط كړي مصيبتونه د نسل كشۍ مترادف دي۔ دا ادعا د سوئيلي افريقه لخوا په دائر كړې مقدمه كښې هم شوې په كومه كښې چې د انصاف نړيوال عدالت ته ګردې نړۍ څخه راغلو استازو ته وئيلي شوي چې د اسرائيل په قبضه د نړيوال بشري قانون د هر يو اصول خلاف ورزي شوې۔ پاكستاني استازي ووئيل دا خبره د افسوس وړ ده چې د عمومي اسمبلۍ لخوا د دوو قراردادونو او په سلامتي كونسل كښې نزدې د متفقه رائے باوجود نړيواله ورورولي په ښكاره توګه د روانې نسل كشۍ مخنيوي كښې ناكامه راغلې ۔ ده ووئيل تر كومې چې د اسرائيل جنګي مشن بند كړے شوے نه وي په دې كښې د لا شدت رامخې ته كېدو امكان دے كوم چې يو شمېر هېوادونه اغېزمن كولې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د هند مستقل استازي ووئيل د شخړې فوري محرك په اسرائيل په تېر اكتوبر كښې شوي ترھګر بريدونه وو٬ ترهګري او د وګړو يرغمال كول هېڅ جواز نه لري۔ زمونږ خواخوږۍ هغه چا سره دي څوك چې يرغمال كړې شوي او مونږ د دوئي په غېر مشروط توګه د خوشې كولو غوښتنه كوؤ۔ ده د اسرائيل په زندانونو كښې د زرګونو په شمېر فلسطينيانو وګړو د خوشې كولو او په بشري بنيادونو د جنګ بندۍ هېڅ غوښتنه ونكړه۔ هندي استازي په ټولو فريقېنو زور راوړو چې هغوي تاؤ تريخوالې كم كړي او نېغ په نېغه امن خبرو اترو بحالولو له كار وكړي

مزید خبریں