ترك پارليمان د سويډن په ناټو كښې د شموليت منظوري وركړه

انقرہ۔24جنوری(اے پی پی) د تركيه ګرېنډ قومي اسمبلۍ (پارلېمنټ) په ناټو كښې د سويډن د شموليت توثيق كولو بل منظور كړے۔ د تاس له مخې په ووټنګ كښې نزدې 346 غړو برخه واغسته په كومو كښې چې 287 د بل په حق كښې او 55 خلاف رائې وركړې٬ نورو څلور غړو د ووټنګ په عمل كښې برخه وانغسته۔ دا خبره دې ياده وي چې هنګري يواځينے د ناټو هېواد دے …

انقرہ۔24جنوری(اے پی پی) د تركيه ګرېنډ قومي اسمبلۍ (پارلېمنټ) په ناټو كښې د سويډن د شموليت توثيق كولو بل منظور كړے۔ د تاس له مخې په ووټنګ كښې نزدې 346 غړو برخه واغسته په كومو كښې چې 287 د بل په حق كښې او 55 خلاف رائې وركړې٬ نورو څلور غړو د ووټنګ په عمل كښې برخه وانغسته۔ دا خبره دې ياده وي چې هنګري يواځينے د ناټو هېواد دے كوم چې تر دې دمه د سويډن د غړيتوب توثيق نه دے كړے۔ فن لېنډ او سویډن په اتحاد كښې شاملېدو له په 18 مئی 2022 درخواستونه جمع كړي وو۔ دغسې فن لېنډ تېر كال د اپرېل په 4 مه نېټه په باضابطه توګه دې اتحاد كښې شامل كړے شو ۔

مزید خبریں