د هسپانوي خارجه وزير اروپائي ائتلاف څخه په غزه د اسرائيلي بريدونو بندولو اپيل

برسلز۔24جنوری(اے پی پی) هسپانوي خارجه وزير هوز مينوئل الباريس اروپائي ائتلاف څخه په غزه د اسرائيلي بريدونو بندولو او فلسطيني رياست تسليمولو له د ګامونو پورته كولو اپيل كړے دے۔ د ټی آرټی له مخې د بېلجيم په پلازمينه برسلز كښې شوې د اروپائي ائتلاف خارجه وزيرانو غونډې په پېل كښې ده ووئيل اوس وخت راغلے چې دوه رياستي حل او فلسطيني رياست تسليم كړے شي۔ ده د اروپائي ائتلاف …

برسلز۔24جنوری(اے پی پی) هسپانوي خارجه وزير هوز مينوئل الباريس اروپائي ائتلاف څخه په غزه د اسرائيلي بريدونو بندولو او فلسطيني رياست تسليمولو له د ګامونو پورته كولو اپيل كړے دے۔ د ټی آرټی له مخې د بېلجيم په پلازمينه برسلز كښې شوې د اروپائي ائتلاف خارجه وزيرانو غونډې په پېل كښې ده ووئيل اوس وخت راغلے چې دوه رياستي حل او فلسطيني رياست تسليم كړے شي۔ ده د اروپائي ائتلاف ټولو غړو هېوادونو څخه د فلسطيني رياست تسليمولو او د يو بل نړيوال امن كنفرنس كولو غوښتنه هم وكړه۔ ده ووئيل كه مونږ غواړؤ چې فلسطين څخه دې تشدد ختم كړے شي نو مونږ له به فلسطيني اولس لپاره څه ښه كول وي۔ هسپاونوي خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې اوس بايد په غزه پټۍ او لوئيديزه غاړه كښې د يوې اتھارټي جوړولو او يو آزاد فلسطيني رياست تسليمولو له كارروائي وكړې شي۔

مزید خبریں