بیجنګ ۔23 جنوری(اے پی پی) د چين په سنكيانګ سيمه كښې د 7.1 شدت زلزله راغلې چې وروستو يۍ آفټر شاكس هم محسوس كړې شوي دي۔ د زلزلې د لاسه په ځينو سيمو كښې د خلكو د ژوبل كېدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي۔ د شنهوا له مخې د چين ارتھ کوئیک نېټ ورکس سېنټر(سی ای اېن سی) وئيلي چې د قطبي لوئيديز چين د خپلواكې سيمې سنکیانګ په اکسو …
د چين په سنكيانګ كښې د 7.1 شدت زلزله

مزید خبریں
بیجنګ ۔23 جنوری(اے پی پی) د چين په سنكيانګ سيمه كښې د 7.1 شدت زلزله راغلې چې وروستو يۍ آفټر شاكس هم محسوس كړې شوي دي۔ د زلزلې د لاسه په ځينو سيمو كښې د خلكو د ژوبل كېدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي۔ د شنهوا له مخې د چين ارتھ کوئیک نېټ ورکس سېنټر(سی ای اېن سی) وئيلي چې د قطبي لوئيديز چين د خپلواكې سيمې سنکیانګ په اکسو پریفیکچر ووشی کاؤنټی كښې د ګل او نهې منځومانۍ شپه كښې په 9 دقيقې دپاسه 2 بجې د 7.1 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د زلزلې مركز د چين او كرغزستان منځنۍ غرئيزه سيمه ووشی کاؤنټی كښې 22 كلوميټره زمكه كښې ژور وو۔ د ځايي ذريعو له مخې د زلزلې د لاسه په زياته ځپلې شوې سيمه كښې د استوګنې يو شمېر ودانۍ پرېوتې۔ سی ای اېن سی زياته كړې چې د زلزلې څخه وروستو 14 آفټر شاكس ريكارډ كړې شول چې شدت يۍ تر 5.3 و۔









