ملګري ملتونه 22 جنوري(اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې د اسرائیل پوځي كارروائیو په نتيجه كښې په غزه كښې د وژلې شويو كسانو تناسب د یوكرین او عراق په جنګونو كښې تر اوسه په مجموعی توګه د د وژلې كسانو تناسب څخه زيات شوې۔ د الجزیره له مخې د مقبوضه فلسطینی سيمو په اړه د ملګرو ملتونو خصوصی نمائنده فرانسسكا البانی په اېكس خپل يو پوسټ كښې وئيلي …
د غزه په جنګ كښې د مړو تناسب د یوكرین او عراق په جنګونو كښې په مجموعي توګه د مړو شويو تناسب څخه زيات شوے۔ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه 22 جنوري(اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې د اسرائیل پوځي كارروائیو په نتيجه كښې په غزه كښې د وژلې شويو كسانو تناسب د یوكرین او عراق په جنګونو كښې تر اوسه په مجموعی توګه د د وژلې كسانو تناسب څخه زيات شوې۔ د الجزیره له مخې د مقبوضه فلسطینی سيمو په اړه د ملګرو ملتونو خصوصی نمائنده فرانسسكا البانی په اېكس خپل يو پوسټ كښې وئيلي چې د حماس د 7 اكتوبر بريدونو نه پس اسرائیلی پوځ د غزه 1.1 فیصده آبادی ختمه كړې ده دغسې د یوكرین او عراق په جنګونو كښې په دغه هېوادونو كښې بالترتیب 0.2 فیصده او 0.8 فیصده آبادی ختمه كړی شوې وه۔ فرانسسكا البانی وئيلي د تباهۍ په لحاظ سره په دې صدۍ كښې كوم هم جنګ د غزه جنګ ته نه شي رسېدلې۔ دسمبر كښې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د كال 2022 په فروروۍ مياشت كښې روسيه پوځي كارروائيو پيل كېدو نه پس د یوكرېن د 10 كسانو د وژل كېدو تصديق كړے وو۔









