رياض 20 جنوري (اے پي پي) د سعودي د خزانې وزير محمد الجدعان وئيلي دي چې په وګړو د انكم ټېكس لګولو كوم پلان نشته۔ د سعودي خبري اژانس اېس پي اے د راپور له مخې د ورلډ اكامك فورم په مهال بلومبرګ سره د خبرو اتر په مهال د سعودي د خزانې وزیر ووئیل چې په انفرادي كسانو د ټيكس لګولو اراده نه لرو، په دې اړه د سعودي …
د سعودي په وګړو د انكم ټيكس لګولو کوم پلان نشته۔ د سعودي د خزانې وزیر محمد الجدعان

مزید خبریں
رياض 20 جنوري (اے پي پي) د سعودي د خزانې وزير محمد الجدعان وئيلي دي چې په وګړو د انكم ټېكس لګولو كوم پلان نشته۔ د سعودي خبري اژانس اېس پي اے د راپور له مخې د ورلډ اكامك فورم په مهال بلومبرګ سره د خبرو اتر په مهال د سعودي د خزانې وزیر ووئیل چې په انفرادي كسانو د ټيكس لګولو اراده نه لرو، په دې اړه د سعودي عربستان پاليسي څرګنده ده ۔ ده ووئيل سعودي عرب د آمدن ځائې ذريعو ته خاص پام لرنه كوي او هلته ويليو ايډډټيكس لګولې شوې، محمد الجدعان ووئيل چې هېواد د كمپنو او غير ملكي سرمايه كارو څخه انكم تيكس اخستلې كېلي،دغسې د ځائې وګړو څخه زکوٰۃ اخستلې کېږي۔د دې د بدلولو كومه اراده نه لرو۔










