ملګري ملتونه 16 جنوري (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د فلسطين سفير د غېر وابسته تحريك غړو هېوادونو څخه مطالبه كړې چې ھغوي په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره په اسرائيل فشار واچوي۔ د اېسوسي ايټډ پرېس له مخې د فلسطين سفير رياض منصور د تحريك د 120 هېوادونو غړو ته خپلې وېنا كښې ووئيل د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ او سكيورټي كونسل څخه د قراردادونو منظورۍ …
د انصاف نړيوال عدالت كښې د اسرائيل په ضد په مقدمه كولو د سوئيلي افريقه مننه كوٶ۔ د فلسطين سفير

مزید خبریں
ملګري ملتونه 16 جنوري (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د فلسطين سفير د غېر وابسته تحريك غړو هېوادونو څخه مطالبه كړې چې ھغوي په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره په اسرائيل فشار واچوي۔ د اېسوسي ايټډ پرېس له مخې د فلسطين سفير رياض منصور د تحريك د 120 هېوادونو غړو ته خپلې وېنا كښې ووئيل د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ او سكيورټي كونسل څخه د قراردادونو منظورۍ څخه وروستو هم جنګ بندي ګرانه ښكاري۔ ده ووئيل اسرائيل فلسطين د نسلي امتياز له امله وژني او مونږ نن هم د اسرائيل په استعماري قبضه كښې يو او د خپل اولس نسل كشۍ ته ګورو۔ ده ووئيل د انصاف نړيوال عدالت كښې د اسرائيل په ضد په مقدمه كولو د سوئيلي افريقه مننه كوٶ۔








